د ځواکمنو ښځو غورځنګ: زده کړې د افغانو نجونو ديني او قانوني حق دی، نړيواله ټولنه دې عاجل اقدام وکړي!

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نجونو د زده کړو په موخه د اسلامي علماوو تر کنفرانس وروسته نن سه شنبه د مرغومي ۲۶مه د افغانستان د ځواکمنو ښځو په نوم غورځنګ د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌ کړو بندیز غندلی او له نړيوالې ټولنې څخه یې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

یاد غورځنګ د نجونو زده‌ کړې د ديني، ټولنيزو او قانوني حقونو په توګه یادوي او له اسلامي هېوادونو او نړیوالو ادارو غواړي چې دې برخې ته لا زياتې ديني او قانوني سرچینې ځانګړې کړي.

د اسلام‌ اباد په دوه ورځنۍ غونډه کې د اسلامي نړۍ مشرانو او نړیوالو سازمانونو د نجونو زده‌ کړو په ننګونو بحث وکړ، او د نجونو پر زده کړو بنديز يې کبیره ګناه وبلل خو طالبانو د بلنې سربېره په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

افغانستان اوس یوازینی هېواد دی چې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌ کړو څخه منع شوي دي.

پیعام