د امريکا د دفاع وزير: د افغان ښځو وضعيت وحشتناک حالت ته رسېدلی
له اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو وضعیت «وحشتناک» بللی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین د جمعې په ورځ هغه سرتیرو او کارمندانو څخه خدای پاماني وکړه چې هغه يې د خپلې دورې په جریان کې مشري کوله.
هغه پرون د خدای پاماني په مراسمو کې وويل: «په تېرو څلورو کلونو کې موږ خپلو سيالانو ته ودرېدو، خپل دښمنان مو کمزوري کړل، خپل ملګري مو پياوړي کړل او خپل راتلونکی مو جوړ کړ.»
ښاغلي آسټن په دې مرکه کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه وویل: په دې اړه ډېر اټکلونه موجود وو چې که موږ له افغانستانه ووځو څه به وشي. نوموړی وايي تر ټولو د خواشينۍ خبره دا ده چې په افغانستان کې د ښځو وضعيت ډېر وحشتناک حالت ته رسېدلی دی. آسټن زياته کړې چې نړۍ بايد د افغان ښځو سره ودرېږي تر څو حالت يې سم شي.