خليلزاد: د نجونو د زده کړو په اړه د عباس ستانکزي څرګندونې هيله بخښونکي دي!

د دوحې مذاکراتو کې د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نجونو د تعليم په اړه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال عباس ستانکزي څرګندونې هيله بخښونکي بللي دي.

خليلزاد نن دوشنبه د سلواغې لومړۍ نېټه پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې عباس ستانکزی د دوحې مزاکراتو پرمهال د طالبانو له مهمو غړو څخه و، او د نجونو د تعليم په اړه د هغه وروستی دریځ يې هيله بخښونکی بللی دی.

خليلزاد همدا راز په اسلام اباد کې د اسلامي علماوو د نړيوال کنفرنس دريځ هم ستايلی دی او هيله يې څرګنده کړې چې د افغان نجونو پر زده کړو لګېدلي بندیزونه به ختم شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي دوه ورځې وړاندې يوې غونډې ته په وینا کې د هبت الله اخندزاده حکم وننګوه او د نجونو پر زده کړو بنديز يې غير شرعي وباله.

پیعام