غزني کې يوې ښځې له خپل خاوند څخه تناسلي آله پرې کړې ده!
د راپورونو له مخې، نن دوشنبه د سلواغې لومړۍ نېټه د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې يوې مېرمنې له خپل خاوند څخه تناسلي آله غوڅه کړې ده. راپورونه وايي قرباني کس دوه ودونه کړي وو او مشرې ښځې د کورني تاوتریخوالي له وجې ترې تناسلي آله پرې کړې ده.
د قرباني شوي شخص د هويت په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي او نه هم په دې اړه د طالبانو سيمه ايزو مسوولينو څه ويلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر يوه کال په جريان کې دغه ډول درې پېښي په هلمند کې او يوه پېښه په کونړ کې رامنځته شوې ده. چې د ټولو لامل کورنی تاوتريخوالی بلل شوی دی.