لغمان؛ يوه کور کې د اورلګېدنې له امله دوه نجونې سوځېدلې دي

د لغمان ولايت لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالمالک افغان وايي، د دې ولايت د الينګار ولسوالۍ په سستمي کلي کې په يو کور کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې په پايله کې د دغه کور دوه نجونې چې يوه يې شپږ کلنه او بله درې کلنه وه مړې شوې دي.

دا پېښه پرون ماښام دوشنبه د سلواغې په لومړۍ نېټه رامنځته شوې ده. د اورلګېدنې د علت په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

پیعام