يان ايګلند: د مرستو د ځنډ په اړه د افغان ښځو لپاره د ټرمپ پرېکړه «وحشيانه» ده!
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ نن سه شنبه د سلواغې ۲مه پر خپله ايکس پاڼه په يوه مطلب کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د ۹۰ ورځو لپاره د بشري مرستو ځنډول «وحشیانه» پرېکړه بللې ده. نوموړي خبرداری ورکړی چې دا پریکړه د هغو افغان میرمنو او نجونو د بقا او هوساینې لپاره یو جدي ګواښ دی چې په فقر او بحران کې ژوند کوي.
ايګلند زياته کړې، چې د امريکا بشري مرستې به افغان مېرمنې د ډېرو ننګونو سره مخ کړي. نوموړی وايي، که د امريکا د بهرنيو چارو وزير معافيت په پام کې ونه نيسي او مرستې وځنډېږي، په افغانستان کې به د ښځو لخوا د ښځو لپاره د ژغورنې پروګرامونه له ستونزو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ په يوه پرېکړه کې ټولې بشري مرستي د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.