طالبانو خوست کې يوه رواني ناروغه نجلۍ په عام محضر کې د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهلې ده!
راپورونه وايي چې طالبانو نن چهارشنبه د سلواغې ۳مه په خوست ولايت کې يوه ځوانه نجلۍ چې رواني ناروغي يې هم درلوده، د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده.
د راپورونو پر بنسټ، طالبانو دغه نجلۍ ۳۹ دورې وهلې او په ۱۸ مياشتو تنفيذي بند يې محکومه کړې ده. د راپورونو له مخې، د نجلۍ پلار څو ځلې طالبانو ته وويل چې لور يې رواني ناروغه او بې ګناه ده او د وهلو توان نلري، خو طالبانو يې د پلار خبرې ته ارزښت ورنکړ او نوموړې يې په عام محضر کې په دورو ووهل.
د دې نجلۍ سره هممهاله اووه نور کسان هم د نامشروع اړيکو په تور په دورو وهل شوي او له يو تر دوه نيمو کلونو پورې په تنفيذي بند محکوم شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.