ریچارډ بنېت وایي؛ طالبانو په ځینې افغان میرمنو باندې جنسي تیری کړی دی
ریچارډ بنېت وایي؛ طالبانو په ځینې افغان میرمنو باندې جنسي تیری کړی دی!
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ویلي چې نوموړي ته ځینو باوري سرچینو د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېريو او ځورونو په هکله خبر ورکړی.
ښاغلي بینېټ ویلي چې له اسنادو او شواهدو څخه ښکاري چې د تاوتریخوالي سره مخ ښځې د سم حجاب د نه مراعت کولو په پلمه د طالبانو له خوا نیول شوې او زندانونو ته بېول شوې چې وروسته د جنسي تیري او ځورونې سره مخ شوي. بینېټ زیاته کړې چې دا عمل خپله د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بېلګه ده.
نوموړی راپور د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو له خوا خپور شو.
ښاغلي بینېټ زیاته کړې چې نوموړی راپور به د لړم په ۱۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
په دې راپور کې د هغو ښځو په اړه ویل شوي چې په هغو لاریونونو کې یې ګډون کړی چې د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو لپاره ترسره شوي وو؛ ویل شوي چې یو شمېر ښځې د پولیسو له خوا زندانونو ته بېول شوې چې ناسم حجاب یې درلودو، په زندانونو کې له فزیکي او لفظي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا یوې زنداني شوې مېرمنې ویلي: "زه یې د پوښتنو پر مهال ووهلم، سر یې راته مات کړ او له دوی څخه یو یې زما جامې څيرې او زما عورت ته یې لاس راوړ." همدارنګه ویل شوي چې د فعالو ښځو زنداني کېدل او د تاوتریخوالي سره د هغوی مخ کېدل ناوړه او منفي اغېزې لري. په ورته وخت کې یو شمېر ښځو ویلي: که څه هم موږ د جنسي تیري او ځورېدنې سره نه وو مخ شوې خو د کورنۍ او تولنې له خوا موږ ته په بد نظر کتل کیږي.
ښاغلي بینېت په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بد وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو له خوا جنسیتي توپیر او پر ښځو باندې د بېلابېلو محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې د ښځو سره تاوتریخوالی زیات شي.
همدارنګه په راپور کې راغلي:" که څه هم د ښځو او انجونو په وړاندې په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خراب دی خو په ټوله کې د هېواد ټول وګړي د خپلو حقونو او آزادیو څخه بې برخې شوي."
ریچارد بینېټ زیاته کړې" د طالبانو د امر بالمعروف له خوا ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې قوانین سختیږي."
نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو تر منځ ژور خپګان، ځانته والی او حتا ځان وژنې زیاتې شوې. ښاغلي بینېټ خبرداری ورکړی چې" د طالبانو له خوا جنسیتي توپیر نه یوازي اوس مهال بلکې دا به په راتلونکو نسلونو کې یوه خطرناکه ایډیالوژي رامنځته کړي، په ځانګري ډول د قشرونو تر منځ."
بینېټ زیاته کړې چې د طالبانو حکومت نه د افغاني تولنې استازیتوب کوي او نه هم د یو ټول ګدونه حکومت بېلګه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخه هم څو ځله د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له خوا په دې تورن شوی چې بشري حقونو ته درناوی نه کوي او نه یې هم مني، خو له بلې خوا طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې موږ په سم دول د هر وګړي حق ادا کوو او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان په کورنیو مسئلو کې څوک حق نه لري چې خبري وکړي