د افغانستان په اړه د قطر دوحې څلورمه ناسته کې هم افغان میرمنې حضور نلري
د افغانستان په اړه د قطر له لوري په دوحه کې د څلورمې غونډې اعلانېدل
په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې شیخ علي بنت احمد بن سیف آل ثاني د دغه سازمان د سیاسي او سولې په چارو کې د نوموړي سازمان د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډي کارلو سره وکتل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۹ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه غونډه د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شوه.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د دوحې د درېیمې ناستې د پایلو په اړه چې څه موده وړاندې ترسره شوه، خبرې وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د درېیمې ناستې پایلې به په دوحه کې د څلورمې ناستې پر ترسره کېدو اغېز وکړي.
خو د دوحې د څلورمې ناستې د دقیق وخت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د روان هجري لمریز کال د سرطان په میاشت کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان او طالبانو په چارو کې د یادو هېوادونو د ځانګړي استازي په ګډون غونډه جوړه شوې وه.
هغه مهال طالبانو د دې ناستې پایله مثبته بللې وه.
د يادونې وړ ده، ملګرو ملتونو د طالبانو غوښتنه منلې او په دې غونډه کې یې د افغان ښځو هېڅ استازې ته بلنه نه ده ورکړې.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دغه اقدام د بشري حقونو د بنسټونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوی وو.