تخار کې هغه ۵۵ کلنه مېرمن چې طالبانو شدیداً شکنجه وه، په روغتون کې ساه ورکړه

هغه ۵۵ کلنه ښځه چې په تخار کې د طالبانو له خوا وهل شوې وه، وفات شوه

۵۵ کلنې ګل بي بي چې د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د طالبانو له خوا وهل شوې وه، په روغتون کې یې ساه ورکړه. د تخار ولايت سرچينې وايي، چې د طالبانو امنيه قوماندان دوه ورځې وړاندې د ځمکې پر سر په يوه شخړه کې دغه ښځه او يو شمېر نورې ښځې "سختې وهلې" وې.

سیمه ییزو سرچینو د یکشنبې په ورځ د عقرب په دیارلسمه د پېښې انځورونه او جزیات رسنیو ته لیږلي دي

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وژل شوې مېرمن او يو شمېر نورې ښځې دوه ورځې مخکې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان له خوا په درقد ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله وهل شوې وې.

سرچينو زياته کړې، چې د درقد ولسوالۍ امنيه قوماندان د طالبانو له خوا د يو غاصب او زورواکي په مرسته غوښتل، چې د يادو مېرمنو اړوندې ځمکې له منځه يوسي، خو مېرمنو د طالبانو او د هغوى د ملګرو له پرېکړې سره مقاومت وکړ.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د دغو ځمکو پر سر له کلونو راهيسې لانجه روانه ده.

سرچينو زياته کړه، کله چې مېرمنو د ځمکو د له منځه وړلو اجازه ورنه کړه، نو د ولسوالۍ مرستيال او د درقد امنيه قوماندان په ګډون وسله وال طالبان د ماښام په وخت کې د ښځو د په شا کولو لپاره نوموړې ځمکې ته حاضر شول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په درقد کې د طالبانو د پولیسو قومندان عمر فاروق وروسته له هغې ښځې وهلې؛ کله چې نوموړو ښځو د طالبانو غوښتنه د ځمکو د پرېښودلو لپاره نه ده منلې.

سرچينو زياته کړې، چې په دغه شخړه کې يوه مېرمن بي بي ګل وه، چې د نورو مېرمنو په پرتله ډېره وهل شوې او روغتون ته وړل شوې ده.

سرچينو زياته کړې، چې دغه مېرمن له تالقانو څخه د کندوز روغتون ته لېږدول شوې وه او د تېرې شنبې په شپه د عقرب په ١٢مه، وروسته له دې چې ۲۴ ساعته په کوما کې وه، مړه شوه.

سرچينو زياته کړې، چې د ګل بي بي خپلوانو د نوموړې جسد د يکشنبې په ورځ درقد ولسوالۍ ته يووړ او خاورو ته يې وسپارله.

په ورته وخت کې ځايي سرچینو رسنیو ته د جنازې انځورونه استولي دي.

عکسونه ښیې چې ښځه د روغتون په بستر او د اکسیجن ماشین لاندې پرته ده او په انځورونو کې د ښځې د بدن هغه برخې هم ښودل شوي چې د وهلو او ټکولو له امله زخمې شوې وې. د دغې ښځې د طبي اسنادو انځورونه چې د کندوز د حوزوي روغتون پورې اړه لري، رسنیو ته هم ورکړل شوي دي.

په دغو ویډیوګانو کې یوه ښځه د ګل بي بي د جسد تر څنګ ولاړه ده او د طالبانو د پولیسو د مشر له خوا د ښځو د وهلو او ټکولو د صحنې لپاره ځان د "عیني شاهد" په توګه معرفي کوي.

سرچينو زياته کړې، چې له دې پېښې او د يوې مېرمنې تر وژل کېدو وروسته د تخار ولسوالۍ اوسېدونکو لاريون وکړ او طالبانو د لاريون د ځپلو لپاره خپل ځواکونه سمبال کړل.

د طالبانو رسمي سرچینو لاهم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

پیعام