ګارډین: سوالګرې ښځې د طالبانو په زندانونو کې د جنسي تیري او شکنجې سره مخ شوې


  ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی چې سوالګرې ښځې د طالبانو په واسطه له نیولو وروسته د دوی په زندانونو کې د جنسي تیري او ځورونې سره مخ شوې

د ګاردین ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د قوس نهمه، راپور خپور کړی چې په نوموړي راپور کې د طالبانو سره د هغو سوالګرو ښځو په اړه مصاحبه شوې چې د نوموړې ډلې له خوا نیول شوې.

د راپور له مخې نوموړو ښځو ویلي چې د دندې په پیدا کولو کې پاتې راغلې او له سوال کولو پرته بل څه نه دي ور پاتې.

زهرا چې ۳۲ کاله عمر لري او د درېو ماشومانو مور ده، ویلي دي چې خاوند یې په پخواني حکومت کې نظامي وو او د طالبانو په واکمنېدو سره لا درکه دی.

نوموړې زیاته کړه چې کابل ته په راتګ مجبوره شوې تر څو وکولی شي د ښار په څلور لارو کې د خوړو د ترلاسه کولو لپاره سوال وکړي.

نوموړې دا هم روښانه کړې: چې په خپل استوګنځي کې ټولو شته دولتي ادارو ته ورغلم او ورته مې وویل چې کونډه یم او ورنه مې د مرستې غوښتنه وکړه ترڅو وکولی شم د درېو ماشومانو خواړه برابر کړم. هغوی راته وویل چې له ما سره مرسته نه شي کولی، او راته یې وویل چې د بکري ترڅنګ کېنه څوک به یو څه درکړي.

د زهرا په وینا، تر کومه وخته چې هغه ونیول شوه لا د طالبانو د سوالګرۍ ضد له قوانینو څخه نه وه خبره.

نوموړې زیاته کړې چې: " د طالبانو یو موټر د بکري تر څنګ ودرېدو، زما زوی یې په زور موټر ته پورته کړ او ماته یې هم وویل چې موټر ته پورته شه."

زهرا ادعا کړې چې درې شپې او ورځې په زندان کې وه، په لومړيو کې مجبوره شوم چې د زندان نارینه وو ته پخلی وکړم، جامې ورته ومینځم او هلته کار وکړم.

په راپور کې راغلي چې طالبانو د زهرا له مقاومته وروسته، نوموړې تر دې حده وهلې چې بۍ هوښه شوې او وروسته د نوموړې په وینا د جنسي تیري سره مخ شوې.

زهرا دا هم زیاته کړې:" چې له آزادېدلو وروسته مې څو ځله د ځان وژنې فکر وکړ خو اولادونه به مې چې رایاد شول نو له پرېکړې به مې تېره شوم."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم څو ځله داسې خبرونه خپاره شوي او څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ له خوا هم د طالبانو اړوند داسې راپور خپور شو چې د طالبانو په زندانونو کې ښځې له جنسي تیري او تاوتربخوالي سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د طرحې له مخې د ۱۴۰۱ کال نه را په دې خوا سوال کول په هېواد کې جرم ګڼل کیږي او هغه کسان چې سوالګري کوي زنداني کیږي.

پیعام