د ښځو د حقونو فعالانو په منیژې صدیقي باندې د طالبانو له خوا د ډله ایز جنسي تیري په ادعا غبرګون وښود


د افغان مېرمنو توند غبرګونونه وروسته له هغه راپورته شول، چې د طالبانو په زندان کې یوې لاریون کوونکې ښځې منیژې صدیقي وویل چې شپږ میاشتې د طالبانو په زندان کې پر هغې ډله ییز جنسي تېری شوی و.

منیژې صدیقي له افغانستانه بهر د آمو په نوم یوې رسنۍ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پر هغې یو ځل په "ریاست ۴۰" او دویم ځل په "پلچرخي زندان" کې د طالبانو له خوا د جنسي تیري سره مخ شوه، ځینې لاریون کوونکې او د ښځو د حقونو فعالان دا موضوع ټکان ورکوونکي بولي.

د دوی په وینا دا وضعیت د هغو جدي ننګونو ښکارندویي کوي چې افغان ښځې ورسره مخ دي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.

دوی په ټولنیزو شبکو کې پر دې مسئلې اعتراضونه کړي او له طالبانو غواړي چې د دې ډول اعمالو حساب ورکړي.

د دغو لاریون کوونکو له ډلې څخه یوه خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله آزیتا نظامي وویل: "دا کومه نوې قضیه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې افغانې ښځې شکنجه او له جنسي ځورونې سره مخ کیږي، هغه ظلمونه او جنایتونه چې په افغانستان کې شتون لري، په ځانګړې توګه د ښځو زنداني کول، نړیواله ټولنه تل چوپه پاتې شوه، د افغانستان د خلکو تر څنګ نه وه او د ښځو غږ یې نه دی اورېدلی، زموږ غوښتنه د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونه دا ده چې دوی د افغان مېرمنو تر څنګ ودریږي."

یوې بلې لاریون کوونکې مېرمنې رقیه ساعي چې د طالبانو په زندان کې یې د جنسي تیري او ځورونې په اړه مخکې هم خبرې کړې وې، د دې موضوع په غبرګون کې وویل:

"د مېرمن منیژې صدیقي وروستۍ څرګندونې وېرونکې وې، که څه هم یو شمېر نورو کسانو چې د زندان تجربه یې درلوده، د طالبانو جنایتونه یې افشا کړل، خو د طالبانو د ظلمونو له امله ډېری خلک چوپ پاتې کېدو ته اړ شوي دي. دا ګام چې آغلې صدیقي لرې کړ د ستاینې وړ دی او دا د ظلم پر وړاندې مبارزه ده.

دا په داسې حال کې ده چې منیژي صديقي وویل چې ګواښونکي پيغامونه يې ترلاسه کړي او په زندان کې د طالبانو د ډله ييز جنسي تېري په اړه د نوموړې له څرګندونو وروسته آغلې صدیقي د لا زیات تاوتریخوالي سره مخ شوې.

پیعام