د زده کړې د حق سازمانونه او فعالان: د افغان نجونو پر طبي زده کړو بندیز د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتېدو لامل کیږي
د افغانستان په طبي موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه له غبرګونونو وروسته د هېواد په ولسوالیو کې یو شمېر ښځې وايي، روغتیايي خدمتونو، متخصصو ښځینه ډاکټرانو او قابلو ته د دوی لاسرسی ډېر محدود شوی دی.
د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا د شنبې په ورځ ویلي: "اوس هم په ډېرو ولسواليو کې خلک د ښځينه ډاکټرانو او قابلو له کمښت سره مخ دي، موږ تل د لومړنيو روغتيايي خدمتونو لپاره ښار ته تګ راتګ نه شو کولای. اوس چې د نجونو زده کړه بنده شوې، موږ ډېر خواشيني يو او ښځې به په نوموړې برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ شي."
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې آریا وايي:
"موږ ښځې نارینه ډاکټرانو ته ځکخ نه شو تللی، ځکه چې خپلې ستونزې له دوی سره نه شو شریکولی، ځکه ښځې خپلې ناروغۍ لري، دلته قابلې شته، خو په لرې پرتو سیمو کې باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، ترڅو نورې ډاکټرانې او قابله ګانې پیدا شي." ځکه چې شته ډاکټران د تل لپاره خدمت نه شي کولی او بدیل ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له درېو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او تېره اوونۍ د طالبانو حکومت په طبي موسسو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو دغه پرېکړه په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او انتقادونه دوام لري.
د جمعې په ورځ په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د حق کمپاین او د ملالې یوسفزۍ بنسټ (ملالې فنډ) دغه بندیز وغندلو او خبرداری یې ورکړ چې دا پرېکړه به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه کړي او بشري ناورین به لاپسې زیات کړي.
په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د حق په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه بنديز نه يوازې د ښځو د روغتيا په برخه کې د تخصصي زده کړو د دوام مخه نيسي، بلکې د روغتيايي متخصصينو کمښت په ځانګړې توګه په کليو او لرې پرتو سيمو کې چې اوس مهال هم د خلکو لاسرسی روغتیایي خدمتونو ته محدود دی، لا زیاتوي.