د افغانستان په طبي موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د بریتانیا اندېښنه
د بريتانيا حکومت د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې وايي، د طالبانو له خوا د افغانستان په طبي موسسو کې ښځې او نجونې له زده کړو منع دي.
په هغه اعلاميه کې چې پرون ناوخته د بريتانيا د حکومت له خوا خپره شوه، ويل شوي چې د نرسنګ، قابله ګۍ او د غاښونو د درملنې انیستیتیوتونه د طالبانو د ظالمې واکمنۍ پر مهال د ښځو لپاره يوازيني پاتې تعليمي فرصتونه وو چې د نجونو پر مخ دا هم وتړل شول، چې دا د بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو د زده کړو په برخه کې له دا ډول بندیزونو سره مخامخ دی او د طالبانو وروستۍ پرېکړه یو بل ناورین دی.
د برتانیې حکومت له طالبانو په کلکه غوښتي چې ښځو ته دې طبي روزنې ته د لاسرسي اجازه ورکړي.
خو په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډول سخت چلند ښځو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي ګواښ دی.
په یاده اعلامیه کې زیاته شوې چې دا بندیز به جدي اوږدمهاله اغېزې ولري او د ډېرو افغانانو روغتیا او ژوند به له ګواښ سره مخ کړي چېرې چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه ده.
د بريتانيا د حکومت په اعلاميه کې د طالبانو پر وړاندې د بنديزونو پر دوام هم ټينګار شوى او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې په دې برخه کې له دوى سره متحد پاتې شي.
که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په طبي موسسو کې د نجونو او ښځو د روزنې د منع کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د تېرې دوشنبې په ورځ په دغه هېواد کې نوموړی بندیز اعلان کړ.