واشنګټن پوسټ: د امریکا سیاست د افغان مېرمنو ژوند له خطر سره مخ کوي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ سرمقاله کې د ټرمپ د حکومت پر هغې پرېکړې سختې نیوکې کړې دي چې افغانستان‌یې یو «امن هېواد» بللی او د افغان پناه غوښتونکو د شړلو پرېکړه‌یې کړې ده. دا ورځپاڼه ټینګار کوي چې په داسې حال کې چې طالبان لا هم د اعدام په څېر د خلکو د عامه سزاګانو پالیسي تعقیبوي او د ښځو حقونه، په ځانګړي ډول د تعلیم حق یې محدود کړي دی، افغانستان نشي کېدای د پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدو لپاره یو خوندي ځای واوسي.


واشنګټن پوسټ لیکي چې د امریکا نوی سیاست نه یوازې د افغان پناه غوښتونکو ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې ښځې او نجونې د طالبانو د ځورونو او تاوتریخوالي ښکار ګرځوي. دغې ورځپاڼه همداراز د امریکا له لوري پر افغانستان د بشري مرستو بندېدو ته اشارې سره وایي دا کار به د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، ژوند لا پسې بدتر کړي.


یادې ورځپاڼې د امریکا د کورني امنیت وزارت تازه پرېکړه کړې ته په اشارې ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د خوندیتوب موقتي وضعیت پای ته ورسوي. دې پرېکړې د بشري حقونو بنسټونه اندېښمن کړي، ځکه دوی باور لري چې افغانستان ته د پناه غوښتونکو بېرته ستنول به دوی له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

پیعام