فرانسې د افغانستان په هکله جدي اندیښنه ښودلې

دا چې په افغانستان کې ښځې له زده کړو او دندو څخه محرومي دي نو د فرانسې هېواد په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې وضعیت سره د افغانستان پرمختګ ناممکن دی. فرانسې زیاته کړې چې له ټولو فشارونو څخه به کار واخلي ترڅو په دې بریالۍ شي چې په افغانستان کې حالت ښه کړي. په دې اړه د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې د افغانستان وضعیت به تر هغې عادي حالت ته را ونه ګرځي، تر څو چې په دې هېواد کې ښځې خپل ټول حقونه ترلاسه نه کړي. له بلې خوا د دې بیانیې په یوه برخه د ۲۵۹۳ د پرېکړه لیک په تړاو راغلي: چې طالبانو خپلې ژمني ترشا پرېښې او ورځ تر بلې په خپل تاوتریخوالي کې زیاتوالی راولي. فرانسه په هیڅ ډول هغه پرېکړه نه منې چې طالبانو د ښځو او انجونو د زده کړو او کار په برخه کې کړې. تر دې وړاندې د کاناډا او جرمني هېوادونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: چې د طالبانو له حاکمیت څخه درې کاله پوره شول خو نه یوازې دا چې طالبانو د ښځو پر وړاندې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي بلکې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې یې هم له منځه وړې او د هېواد ټولې انجونې او ښځې یې په کورونو کې ایسارې کړي دي. او د امارت دا کړنې د دې لامل شوې چې د ټولنې نیمه برخه د خپلو هیلو څخه شاته پاتي شې او د راتلونکي لپاره کوم هدف ونه لري. په دې اړه ځینو افغان ښځو هم ویلي: چې د امارت په واکمنېدو سره زموږ ټولې هیلې تر خاورو لاندې شوې او په ټولنه کې مو شتون هیڅ حسابیږي. ځینو میرمنو بیا پر نړیوالو نیوکې کړې او ویلي یې دي: چې نړیوال سازمانونه او ټولنه هم یوازي ویناوې او لیکنې کوي او په عملي توګه زموږ د برخلیک معلولو لپاره کوم اقدام نه ترسره کوي ترڅو موږ یې په ترڅ خپل حقونه ترلاسه کړو. د هرات ولایت یوې ښځینه محصلې ویلي: د هرې ورځ په تېرېدو سره او دا چې انجونې د کور دننه او هلکان د کوره بهر په زده کړو بوخت وینم نو پوهنتون ته د بیا تګ لپاره مې هیله کمزورې کیږي. هغې زیاته کړه: موږ ټول په دې پوهېږو چې کله د ټولنې نیمه برخه بې سواده پاتې شي نو څومره ناوړه پایلې به ټولنې او د هېواد راتلونکي ته رامنځته کړي خو بیا هم د هېواد دننه او بهر ټول غلي دي او د وضعیت د ښه والي لپاره کوم اقدام نه ترسره کوي. له بلې خوا د ریس الوزرا مرستیال مولوي کبیر بیا په یوه مرکه کې چې د یو خصوصي تلویزیون سره یې کړې ویلي یې دي: چې موږ د ښځو د کار مخه نه ده نیولې او افغانې انجونو کولی شي په دیني مدرسو کې زده کړې وکړي. نوموړي دا هم ویلي چې اوس مهال زموږ په حکومت کې تر ۸۵ زرو زیاتې ښځې په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کوي.

ستاسو نظر