
د اروپایي اتحادیې د افغان ښځو د ځواک، زړورتیا او انعطاف تقدیر وکړ
د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت، اروپایي اتحادیې (EU) په افغانستان کې د مارچ په اتمه نېټه د افغان ښځو او نجونو د ځواک، زړورتیا او انعطاف تقدیر وکړ او اعلان یې وکړ چې دوی د دې په ملاتړ ویاړ کوي.
دغه سیاسي نهاد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوی د صحت، زدهکړو، معیشت او اقتصادي برخو کې د افغان ښځو د اقداماتو ملاتړ کوي.