ملګري ملتونه: قابله‌گان د میندو او ماشومانو په ژغورلو کې ۹۰ سلنه رول لري

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د مې میاشتې ۵مه نیټه د قابله‌ګانو د نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده. قابله ګان د اړینو روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کولای شي تر ۹۰ سلنه پورې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند وژغوري. یاد سازمان د ټولنیزو شبکو له لارې په خپرو شویو پیغامونو کې په بیړنیو حالاتو کې د قابله‌ګانو د رول پر ارزښت ټینګار کړی او له دړوی یې خپل ملاتړ اعلان کړی.


اروپایي اتحادیې هم په یوه اعلامیه کې د میندو د مړینې د کمولو په برخه کې د قابله‌ګانو رول ستایلی او د روغتیایي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره یې د هغوی وړتیا اړینه ګڼلې ده.


ملګري ملتونه وايي چې د روغتیایي خدماتو د وړاندې کوونکو د کمښت بحران په ټوله نړۍ کې یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده. په افغانستان کې دا ستونزه له هغه وروسته لا زیاته شوې چې طالبانو پر ښځو د زده‌کړې او کار بندیزونه لګولي دي. طالبانو له تېرو دریو کلونو راهیسې نجونې له طبي او نورو حیاتي زده‌کړو څخه محرومې کړې دي. دې وضعیت روغتیايي پاملرنې ته د میندو او ماشومانو لاس‌رسی له جدي ګواښ سره مخ کړی، او د ټولنې پر عامه روغتیا یې منفي اغېز کړی دی.


د نړیوالو قابله‌ګانو ورځ، چې هر کال د مې په پنځمه لمانځل کېږي، د دې لپاره ټاکل شوې چې د قابله‌ګانو د حیاتي رول په اړه عامه پوهاوی زیات شي. دا ورځ په ۱۹۹۱ کال کې د قابله‌ګانو نړیوالې کنفدراسیون (ICM) له‌خوا معرفي شوه. د روان کال شعار یې: «قابله‌ګانې: ژوند ژغورونکې په هر بحران کې»، و چې د اضطراري حالاتو پر مهال د دوی اساسي رول ته اشاره لري.

پیعام