
د افغانستان قضايي سیستم کې وروستي بدلونونه: د ښځینه قاضیانو بشپړ حذف
د مارچ په لسمه د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان قضایي سیستم کې د ښځو رول ته کتنه کیږي. د رسمي شمېرو له مخې د جمهوري نظام تر سقوط د مخه د افغانستان په محکمو کې ۳۰۰ ښځینه قاضیانې فعالې وې.
د لویې څارنوالۍ د ځینو پخوانیو چارواکو په وینا، د مخکیني حکومت پر مهال، لویې څارنوالۍ له ۷۱۰۵ څخه زیات کارمندان درلودل، چې له دې جملې ۲۴ سلنه یې ښځې، په ځانګړي ډول څارنوالانې وې. خو اوس مهال په لویه څارنوالۍ کې هېڅ ښځه حضور نه لري.