بامیان ولایت کې د روماتېزم ناروغۍ بې‌ساری زیاتوالی؛ اصلي قربانیان یې ښځې دي

د بامیان ولایت روغتیايي سرچینو دې ولایت کې د روماتېزم ناروغۍ  د زیاتوالي خبر ورکوي، چې په خبره یې اصلي قربانیان یې ښځې دي. د دې ولایت لږ تر لږه دریو روغتیايي سرچینو ویلي چې د شمېرو له مخې د تېر یو کال په جریان کې د روماتېزم ناروغۍ د درملنې په برخه کې د ښځینه مراجعه کوونکو شمېر دوه برابره شوی. د یادولو وړ ده چې بامیان ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ادارې په دې اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.


د بامیان ولایت د یوه خصوصي روغتیايي مرکز ډاکټرې هما نعیمي، ویلي چې د روماتېزم ناروغان، په ځانګړې ډول د سږني ژمي په جریان کې ډېر شوي، چې ډېره برخه یې ښځې دي.


روماتېزم یوه التهابي او ځان‌خودمني (خودایمني) ناروغي ده چې بندونه (مفاصل)، عضلات او هډوکي زیانمنوي، چې له کبله یې درد، پړسوب (تورم) او د بندونو د حرکت کمښت رامنځته کیږي.

پیعام