.jpg)
د ښځو د “پنجرهٔ امید” غورځنګ: په علني ډول د اعدام سزا د تاوتریخوالي د ترویج لامل ګرځي
د “پنجرهٔ امید” په نوم د افغان ښځو د حقونو مدافع غورځنګ، د طالبانو له لوري د څلورو کسانو علني اعدامونه په کلکه غندلي دي. دوی په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویلي، دا ډول سزاګانې نه یوازې د ټولنې د اصلاح لاره نه ده، بلکې د تاوتریخوالي د ترویج لامل کیږي.
د دې غورځنګ غړو ټینګار کړی چې د طالبانو عدلي نظام د نړیوالو بشري معیارونو او د عادلانه قضایي بهیر اصولو ته ژمن نه دی، او دا ډله د اعدام حکم د ورکولو صلاحیت نهلري.
هغوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له لوري د اعدامونو، په دُرو وهلو او نورو ظالمانه مجازاتو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو، اساسي حقونه خوندي کړي.