په کونړ کې د ښځو له حضور پرته د ښځو لپاره د ځانګړې عملیات‌خانې پرانېسته

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د کونړ ولایت د اسعدآباد په مرکزي روغتون کې د ښځو لپاره ځانګړې عملیات‌خانه د ښځو له حضور پرته پرانېستل شوه،. یاد مرکز چې د “HealthNet” موسسې په مالي مرسته د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، موخه یې د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو اسانتیا وه، خو د پرانېستې مراسم ټول د نارینه‌وو لخوا ترسره شول.


د طالبانو له لوري خپاره شوي انځورونه ښيي چې لسګونه طالب غړي پدې مراسمو کې حاضر وو، خو کومه ښځینه ډاکتره یا کارکوونکې پکې نه تر سترګو کېږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو افغان مېرمنې له طبي زده کړې محرومې کړې دي او په روغتونونو کې یې د جنسیتي تفکیک سخت قوانین وضع کړي دي.


د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو بیا-بیا خبرداری ورکړی چې دا ډول محدودیتونه د ښځو لپاره د روغتیايي خدماتو لاسرسی له جدي خطر سره مخ کوي او روغتیايي سیستم کې ددوی دحضور مخه نیسي.

پیعام