په کاناډا کې پراخ لاریون؛ د افغان نجونو د زده‌کړې له حق ملاتړ

د یک‌شنبې په ورځ، د ثور په ۱۴مه اعتراض کوونکي د کاناډا په اوټاوا، وینکوور، ټورونتو، سسکاتون او پیتربر ښارونو کې سړکونو ته راووتل او له زده‌کړو څخه د افغان ښځو د محرومولو پر ضد یې غږ پورته کړ. دا لاریون“د افغانستان د زده‌کړې حق” په نوم د یوې کاناډايي موسسې له‌ لوري تنظیم شوی و، چې موخه یې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د تطبیق شوي جنسیتي آپارتاید ته د نړیوالې د پاملرنې را جلبول وو.


لاریونوالو د شعارونو او پلېکارډونو له لارې غوښتنه کوله چې پر افغان ښځو لګول شوي تعلیمي محدودیتونه باید ختم شي. د یادې موسسې مشرې، لورین اوټس، ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد نشي کولی د ښځو له زده‌کړو او مشارکت پرته پرمختګ ته ورسیږي.


په اوټاوا ښار کې د «سور پشمي لاریون» لاریون تر عنوان لاندې اعتراض کوونکو ټینګار درلود چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې په سیستماتیک ډول له خپلو ټولو بشري حقونو محرومې 

شوې دي.

پیعام