ننګرهار کې سیلابونه؛ د دوو ماشومانو ژوند واخیست

د ننګرهار ولایت د طالبانو یو مقام ویلي دي چې سیلابونو خلکو ته ډیر مالي زیانونه اړولي او د دوو ماشومانو ژوند اخیستی.


د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د د نازیانو ولسوالۍ په لنډي کلي کې د یو کور د چت پریوتلو له امله څلور ماشومان ټپیان شوي.

د یادې اعلامې له مخې یوه ماشوم د غني خيلو په روغتون کې ساه ورکړې او درې نور ماشومان د درملنې لاندې دي.

اعلامیه کې ویل شوي په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله یوه ماشوم مړ شوی او په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

پیعام