
په کندهار کې يوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې
د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اړوند په ملایانو کلي کې یوې مېرمنې د زهرو په خوړلو ځان وژنه کړې ده.
ځايي امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه د درې ورځې وړاندې د چنګاښ په ۱۳مه نېټه د جمعې په ورځ رامنځته شوې، او لومړني معلومات ښيي چې یادې مېرمنې له خپل خاوند سره د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
چارواکي زیاتوي چې د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.
ویل کېږي چې کورني اختلافات، تاوتریخوالی، رواني ستونزې، بېکاري او اقتصادي فشارونه هغه عوامل دي چې خلک ځان وژنې ته اړ باسي.