کابل کې د افغان مېرمنو لپاره پنځه ورځنۍ نندارتون جوړ شو

په کابل کې یو پینځه ورځینی نندارتون جوړ شو چې ښځو هم په کې ګډون کړی دی.

افغان مېرمنې د دغه نندارتون جوړېدل د ښځو لپاره د سوداګرۍ په برخه کې د پراختیا ښه فرصت ګڼي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو له واکمنېدو څخه چې درې کاله وشول د ښځو پر فعالیتونه او د هغوی په ټولنیز حضور بندیزونه لګول شوي دي.

په دغه نندارتون کې د هېواد له هر ولایت څخه سوداګرو ګډون کړی او ورته یې هرکلی ویلی.

له بدخشان څخه آغلې شایسته سیفي وایي: موږ ډېر خوښ یو چې یو داسې نندارتون جوړ شو، چېرې چې موږ کولی شو خپلې وړتیاوې خلکو ته وړاندې کړو او له دې لارې خپل هېواد او کورنۍ ته خدمت وکړو.

په دغه نندارتون کې ګډونوالې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د داسې نندارتونونو جوړولو ته اجازه ورکړي تر څو مېرمنې هم وکولی شي په کې برخه واخلي او خپلې وړتیاوې ښکاره کړي.

پیعام