د کاناډا لومړی وزیر، جسټن ټروډو ویلي چې د طالبانو لخوا د ښځو د غږ په اړه نوی حکم ډېر وحشتناک دی


د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د طالبانو هغه حکم چې د نورو ښځو له خوا د ښځې د غږ اورېدل یې منع کول وحشتناک بللی دی.


ټروډو د پنجشنبې په شپه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو دا کړنه له ټولنې څخه د ښځو په بشپړه توګه لرې کولو لپاره یوه هڅه ده.


نوموړي زیاته کړې: "چې د طالبانو وروستی حکم وحشتناک دی."


د کاناډا لومړي وزیر د طالبانو دغه حکم د افغان ښځو او نجونو پر حقونو برید ګڼلی او هغه یې په سختو الفاظو غندلی.


دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د کاناډا، استرالیا، هالنډ او جرمني حکومتونو خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له امله به له دغې ډلې څخه د جرمونو په نړیواله محکمه کې شکایت وکړي.


د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنېټ په دې وروستیو کې کاناډا ته سفر کړی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانانو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو پر حقونو خبرې کړې دي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وزیر خالد حنفي څه موده وړاندې داسې حکم صادر کړ چې د ښځو لپاره په لوړ غږ قرائت کول او په عمومي ځایونو کې یې د غږ اورېدل ګناه ګڼل کیږي او باید ورڅخه ډډه وشي

پیعام