نرگس نهان: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض دوام لري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې 

نرگس نهان د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې وویل چې دا هېواد د نړۍ له پیچلو بحرانونو او ګڼو ننګونو سره لاس او ګریوان دی. هغې ټینګار وکړ چې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او نهادینه شوی تبعیض د دې ننګونو په سر کې دی.

اغلې نهان وویل: «دې تبعیض د ښځو بشري کرامت ته زیان رسولی، د هغوی معیشت، روغتیا او په ټولنه کې د ګډون وړتیا یې اغېزمنه کړې ده.» هغې زیاته کړه چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې هېواد څو لسیزې شاته بېولی دی او ښځې یې په کورونو کې بندي کړي.

پیعام