کابل کې د طالبانو له لوري د یوه ښوونیز پروګرام ۱۳ ښځینه او ۲ نرینه ګډونوال ونیول شول

کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د یکشنبې په ورځ، د حمل په ۱۷مه نېټه، د یوه ښوونیز پروګرام ۱۵ تنه ګډونوال ونیول، چې له ډلې یې ۱۳ تنه ښځې وې. یاد ښوونیز پروګرام د ملګرو ملتونو د همکارو بنسټونو له لوري د ښځو د ظرفیت لوړونې په موخه دایر شوی و.


راپورونه وايي چې طالب ځواکونو له کوم مشخص دلیل او وضاحت پرته د پروګرام ټول ګډونوال ونیول او یوه نامعلوم ځای ته یې ولېږدول.


په افغانستان کې د ښځو د حقونو او مدني ازادیو په وړاندې د طالبانو دا ډول سختو محدودیتونو پراخې اندېښنې راپارولې دي. د نیول شویو کسانو کورنۍ امنیتي ادارو ته ورغلي، خو تر اوسه یې د خپلو عزیزانو د وضعیت یا ځای په اړه هیڅ مالومات نه دي تر لاسه کړي.


کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر هم تر دې دمه په دې اړه هیڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. یاد کسان په داسې حال کې نیول کیږي چې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو د وضعیت پر وړاندې اعتراضونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

پیعام