
په اسلام کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا
لنډيز
په اسلام کې د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ تر ټولو لوی دلیل دا دی، چې ښځې پهخپله یو خپلواک وجودي حیثیت لري؛ پرته له دې چې د چا مور او چا خور وي. دوی ته اسلام ګڼ شمېر اقتصادي حقونه، لکه د ملکیت حق، د میراث حق او د نورو اقتصادي او کاروباري فعالیتونو د ترسراوي حقوق ورکړي. د اسلام د کار د اصولو مطابق ښځې د دوی طبیعي مزیت ته په کتو د کور دننه چارې او نارینه د کور بهر چارې ترسره کوي. د یادولو وړ ده، چې دا شرایط په عادي حالت کې د اجرا وړ دي او په ځانګړو وختونو کې دوی کولی شي، چې یو د بل مسوولیت واخلي. په اسلام کې یوه ښځه اړه نهده، چې د ځان او کورنۍ لپاره لګښتونه وکړي؛ ځکه د ښځو اقتصادي ملاتړ له واده مخکې د پلار او له واده وروسته د مېړه په غاړه دی. د دې دوو په نهشتون کې د کور نږدې غړي، یا بالاخره دولت د دوی مصارف باید په غاړه واخلي. پوښتنه دا ده، چې ښځې په هغه آندازه مال باندې څه وکړي، چې له پلار او مېړه څخه ورته په میراث رسېدلی وي؟ آيا ښځې په اسلام کې د اقتصادي فعالیتونو، لکه سوداګرۍ ترسره کولو اجازه لري؟
کليدي ټکي: ښځې او اسلام؛ د ښځو اقتصادي پیاوړتیا؛ د ښځو د میراث، ملکیت او مَهر حق.
اسلام، اقتصاد او ښځې
له اقتصادي اړخه د ښځو پیاوړتیا په نورو برخو کې د ښځو د پياوړتیا په څېر د بحث وړ موضوع ده. په اسلام کې د ښځو او نارینهوو اقتصادي حقوق شدیداً د کار حقوقو د اصولو په واسطه اداره کېږي. په شواهدو سره دا په ثبوت رسېدلې، چې ښځې او نارینه له فیزیکي او رواني اړخه سره مساوي نهدي؛ نه یوازې انسانان، بلکې زموږ په چاپېریال کې اکثره موجودات له دې څخه مستثناء نهدي. دا چې نارینه له فیزیکي لحاظه غښتلي دي او رواني جوړښت یې د کور رهبرۍ ته جوړ دی او په ښځه کې عاطفي بُعد غښتلی دی؛ نو د کور داخلي چارې غوره سمبالوی شي. یوه برتري، چې ښځې یې د نارینهوو په پرتله لري، هغه دا ده، چې دوی په ژوند کې د مالي لګښتونو مسوولیت نهلري او تر څنګ یې د ملکیت او میراث حقوق لري. دا خبره باید واضح شي، چې دا د کار شرایط په عادي حالاتو کې له ځانګړو حالاتو سره توپير کوي، په اسلام کې ښځه اقتصادي - ټولنیزو چارو کې ګډون کولی شي. د اصحابو کرامو ښځو به له خپلو خاوندانو سره په کرنه کې مرستې کولې.(بخاري، حدیث نمبر ۵۲۲۴)
دې ته ورته نارینه هم د کور کارونه کولی شي. ډېر داسې روایتونه شته دي، چې رسول(ص) به د کور په کارونو کې مرسته کوله، لکه د غنمو اوړه کول، د کمیس ګنډل، یا هم د شیدو لوشل.
په اسلام کې د ښځو د ملکیت حق
اسلام د ښځو د پیاوړتیا لپاره، په ځانګړې توګه د اقتصاد په برخه کې، سره له دې چې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو مسوولیت یې د هغو د خپلوانو په غاړه ایښی، بیا هم هغوی ته د شتمنۍ د ساتلو، زیاتولو، وقف کولو او په اجاره ورکولو حق ورکوي. ښځې خپلواکه شتمنۍ لري او د هغې خاوند د هغې په شتمنۍ کې هېڅ صلاحیت نهلري. د زکات ورکړه، له غریبانو سره مرسته، د ټولنې په خیریه چارو کې ونډه اخیستل، د کفارې اداینه د نارینهوو په شان د ښځو جلا مسوولیتونه دي، چې دا په اسلام کې د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ ښودنه کوي. دا چې اوس په اسلامي هېوادونو کې ښځو ته د ملکیت حقوق نه ورکول کیږي، دا د دوی خپلې کلتوري ستونزې او له اسلام څخه ناسم تعبیر دی، چې د ښځو مالي صلاحیتونه یې سلب کړي دي. په اسلامي هېوادونو کې د شرعي قوانینو نهتطبیق د ښځو د ملکیت په ترلاسه کولو کې بل خنډ بللی شو.
مَهر د ښځې بل مالي حق
له واده سره سم د ښځې د لګښتونو د مسوولیت بار، چې د پلار په غاړه وو، یوه بل خوندي لوري ته د مَهر په ورکړې سره بدلېږي. د ټولو لګښتونو له تمویل سره سره ښځې ته د مَهر ورکړه په اسلام کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا لپاره یو بل لوی دلیل دی. په مَهر سره یوه ښځه هر ډول کاروبار کولی شي. د مَهر اندازه په اسلام کې د خاوند د توان او د ښځې په ټولنیز موقف پورې اړه لري، کېدی شي دا مقدار زیات وي، یا هم کم وي. تاسې که چېرته د مَهر د ورکړې فقهې اصولو ته متوجه شئ، وبه ګورئ چې اسلام د مالي حالت اړوند څومره ځيرکه برنامه جوړه کړې ده. په قرآن کریم کې به ډېر داسې آيتونه ولولې، چې مَهر د کورنۍ او د خاوند له مداخلې پرته د ښځې اصلي حق دی. ټول فقها په دې نظر دي، که چېرته د خاوند له لوري د واده په وخت کې ښځې ته مَهر ورنهکړل شي، هر وخت هماغه مقدار غوښتلی شي، حتیٰ قاضي ته د شکایت حق هم لري.(اصلاحي،۲۰۱۰، ص.۱۱)
په میراث کې د ښځو حق
یوه بله لاره، چې اسلام یې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره لري، هغه په شتمنیو کې د میراث حق دی. د جاهلیت د دورې په خلاف، چې فکر کېدو ښځه کورنۍ ته عاید راوړونکې غړې نهده؛ نو د میراث حق نهلري، حتیٰ خپله ښځې ته د میراث په سترګه کتل کېدل. اسلام راغی، حق یې ورکړ.(سیوتي،۲۰۰۳، ۴:۲۸۶)
د میراث د حق په ورکړې سره د ښځو ټولنیز موقف لوړ شو او د دوی اقتصادي تړلتیا ورسره کمه شوه؛ خو افسوس چې په دې نوې عصـر کې د افغانستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو کې د ښځو د میراث حق نه ورکول کېږي، چې همدا د ښځو د اوزګارتیا او د هغوی د فقر عمده دلیل دی او دا هر څه د دې لامل کېږي، چې په ټولنه کې داسې ذهنیت رامنځته کړي، چې ښځه د یوه مال په ډول باندې معرفي کړي؛ میراث هم مال او ښځه هم مال؛ نو ځینې مال د ځینې مال برخه نهشي کېدلی. په افغانستان کې حاکم شرایط او کلتور لا د دې اجازه هم نه ورکوي، چې خور او لور دې د خپل میراث او په حق کې د خپلې برخې غوښتنه وکړي؛ دا دوې وجې لري؛
الف. ښځې په دې نه پوهېږي، چې دوی هم لکه د سړیو په ډول په میراث کې حق لري؛ که څه هم د دوو ښځو د میراث حق لکه د یوه سړي د برخې په آندازه دی.
ب. کومې ښځې چې په دې پوهېږي، چې اسلام ورته د میراث حق ورکړی دی، هغوی د ټولنیزو محدودیتونو له امله نهشي کولی، چې د خپل حق غوښتنه وکړي.
په افغانستان کې باید لکه په ایران کې چې د ښځو د میراث قوانین د دولت له خوا جدي څارل کېږي، وڅارل شي. دې سره به د ښځو پر وړاندې مالي - تبعیضـي چلندونه محوه شي او په ټولنه کې به د ښځو اقتصادي رول تقویه شي. د میراث د قوانینو په پلي کېدو سره د ښځو اقتصادي حالت د نارینهوو په پرتله ښه کېږي.
زه تاسې ته یوه بېلګه وړاندې کوم؛
فرض کړئ، یو نفر مړ شو(خدای دې وبښې!) او ۴۵،۰۰۰ افغانۍ یې میراث پرېښودلې. د هغه وارثین مجرد زوی او لور دي. د فقهې په اساس هلک ۳۰،۰۰۰ او نجلۍ ۱۵،۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي. په نږدې وخت کې دوی واده کوي او د وخت مَهر ۲۰،۰۰۰ افغانۍ دی؛ یعنې نجلۍ ۲۰،۰۰۰ له خپل خاوند څخه مَهر اخلي او هلک خپلې کوژدنې ته ۲۰،۰۰۰ مَهر ورکوي. اوس د متوفیٰ د لور سرمایه ۳۵،۰۰۰ ته لوړه او د متوفیٰ د زوی سرمایه ۱۰،۰۰۰ ټيټه شوه، د کور لګښتونه خو پهخپل ځای پرېږده.
د ښځو د کار حق
اسلام ښځو ته د کار د اجازې په ورکولو سره په ټولنه کې د ښځو اقتصادي موقعیت ځواکمن کړ. په قرآن کې دا په جلا توګه ویل شوي دي، چې هغه څه چې ښځه تر لاسه کوي، د هغې دي او هغه څه چې نارینه تر لاسه کوي، د هغه دي.(قرآن،۴:۳۳)
په یاد ولرئ، یوه مسلمانه ښځه، کله چې عاید ولري، د کورنۍ د مصارفو مسوولیت نهلري، هر څنګه چې یې غواړي، په لګښت یې رسولی شي؛ خو تاسې یو نارینه وګورئ، چې هغه د کورنۍ د ساتنې وجیبه لري. که فکر وکړو او پرته له وېرې ووایو؛ نو ناسمه به نه وي، چې د اسلام د اقتصادي پیاوړتیا لارښوونې په شدت سره د ښځو په خوا دي؛ نو څنګه یو څوک له دغو څرګندو لارښوونو سره سره په اسلام کې د ښځو په حقوقو نیوکه کوي؟
په اسلام کې د کار په ساحه کې هر ډول جنسیتي تبعیض منعه دی. کله چې مُزد ټاکل کېږي، د ښځو او نارینهوو تر منځ په عدالت ټینګار شوی. په اسلام کې د ضرورت په وخت کې د ښځو لپاره د باندې کار کول هېڅ شرعي ممنوعیت نهلري؛ خو له نارینهوو سره اختلاط بیا شرعاً جواز نهلري.
په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو ګډون له ضرورتونو څخه دی؛ ځکه دا ښځې پياوړې کوي او د ښځو پیاوړتیا په اسلام کې جواز لري. که موږ د رسول(ص) دور او صدر اسلام ته نظر وکړو، هلته داسې ښځې وې، چې په اقتصادي چارو کې بوختې وې، عاید یې لاره او دا عاید یې د کورنۍ د مصارفو په پوره کولو کې په لګښت رساوه. لکه امالمؤمینین خدیجة الکبریٰ له اسلام څخه مخکې یو نړۍوال تجارت لاره، چې وروسته له اسلام څخه یې هم دوام ورکړ.(ابن کثیر)
دا هماغه خدیجه ده، چې په وفات سره یې رسول(ص) هماغه کال «د غم کال» په نامه سره ونوماوه.
قله العموریه یوه سوداګره وه، چې یوه ورځ یې له رسول(ص) څخه په پېر او پلور کې د چانه وهنې اړوند پوښتنه هم وکړه.(ابن اثیر)
الربیعي بنت المعوذ هم په مدینه کې د عطرو په سوداګرۍ بوخته وه.(ابن عبد البر، ۲۰۰۲، ص.۳۹۶)
حولا هم د عطرو سوداګره وه، چې په عطاره (عطر خرڅونکې)باندې مشوره وه. امالمؤمینین الزینب بنت جحش هم یوه د لاسي صنایو سوداګره وه. هغې به کار کاوه او عاید به یې د خدای تعالیٰ په لار کې مصرفاوه، په داسې حال کې چې شخصـي مصارفو لپاره یې کار ته اړتیا نهلرله.
د ابن المسعود انصاري مېرمن زینب هم په لاسي صنایعو کې ماهره وه. هغې بیا عاید خپلې کورنۍ باندې مصـرفاوه؛ ځکه خاوند یې د کور په لګښتونو نه و بر.
که د اسلام تاریخ ته نظر وکړو، د جګړې په میدان کې به د ښځو مېړانې ډېرې پيدا کړو، لکه د جنګ په میدان کې د نرسنګ، اوبه رسول، اکمالات رسول، حتیٰ دوی به په غنیمت کې ونډه تر لاسه کوله.(واقدي،۱۹۶۶،مخ ۶۸۵)
تاسې پوهېږئ، چې د خیبر په جنګ کې له مسلمانانو سره شل ښځې وې.
له ماشومانو څخه ساتنه او شیدې ورکول هم د هغه وخت ښځو لپاره مشهوره دنده وه. تاسې ته معلومه ده، چې له طایف څخه به ښځې مکې ته راتلې، چې له ډلې یې حلیمه سعدیه هم وه، چې ماشومان ځان ته پيدا کړي او د مُزد په بدل کې شیدې ورکړي.
له جابر بن عبدالله څخه روایت دی، چې رسول(ص) خپلې خاله ته اجازه ورکړه، چې د خرما په باغ کې کار وکړي.(قشیری)
اسماء بنت ابوبکر له خپل خاوند زبیر بن العوام سره په کرنه کې مرسته کوله. د اسلام په دې عصـر کې له بیتالمال څخه پور ترلاسه کول د ښځو او نارینهوو لپاره عام و. هنده د سفیان(رض) مېرمنې یو ځلې تجارت لپاره ۴۰۰۰ درهم پور واخیست.(التباري،۱۴۰۷ه، مخ. ۵۷۷-۵۷۶)
اوس وخت کې دولتونه او یا مرستندویه ادارې که ښځو ته د پور ورکولو بېسوده خدمات وړاندې کړي، د ښځو اقتصادي توانایي ورسره ډېره لوړه ځي.
د پورتنیو مثالونو تعداد بېنهایت زیات دی، چې دا وښایي، چې د اسلام په اولو کې ښځو په مختلفو اقتصادي فعالیتونو کې ګډون درلود. هغوی شرایطو ته په کتو فردي تصمیم نیولی شو، چې آیا په کور کې پاتې شي؟ که د باندې کار وکړي؟ البته د باندې کار کول باید کاملاً د شرعي احکامو تر چتر لاندې وي.
په عصـري دور کې هم ښځو په اسلامي هېوادنو کې په لوړو پوسټونو دندې ترسره کړې دي. لکه بېنظیر بوټو د پاکستان لومړۍ وزیره، خالده ضیا د بنګلهدېش لومړۍ وزیره، تنسو سیلر د تورکیې لومړۍ وزیره، میګاوټي سوکارنوپوتري د انډونیزیا ولسمشـره، ډاکټره زیتي اختر عزیز د نایجیریا د مرکزي بانک رییسه، ډاکټره شمشاد اختر د پاکستان مرکزي بانک رییسه.
د عثمانیانو په آمپراتورۍ کې د سلطانانو شاوخوا مېرمنو خپله خپله اردو لرله او حتیٰ لوی لوي ښارونه او ولایتونه به یې له ډېرو زیاتو عوایدو سره یو ځای په لاس کې لرل؛ دا خبره ابن بطوطه پهخپل کتاب کې کوي.
افغانستان کې هم ښځو د تاریخ په اوږدو کې په لوړو پوسټونو دندې تر سره کړې دي؛ لکه د سلطان محمود غازي خور محموده غازي د وخت سیاسي ځواک څخه برخمنه وه، ثریا طرزي د غازي امان الله مېرمنه وه، هغه د افغانستان د ملکې په توګه د خپل وخت په سیاسي جریان کې د ښځو د حقوقو مدافع وه. مسعوده جلال هغه لومړۍ ښځه وه، چې په ۲۰۰۴م کال ټاکنو کې یې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و. حبیبه سرابي له ۲۰۰۵م څخه تر ۲۰۱۳م پورې د لومړۍ ښځینه والي په توګه په بامیان ولایت کې دنده ترسره کړه. لیلوما عثماني هغه له ۲۰۰۴م څخه تر ۲۰۰۶م پورې د افغانستان د هلمند ښځینه والي وه. نظیفه یوسفي بک له ۲۰۱۸م تر ۲۰۲۱م کال پورې د سمنګان ښځینه والي وه. په افغانستان کې په تېرو آخرو کلنو کې د ښځو د فعالیت لپاره بستر برابر وو.
له طلاق څخه وروسته د ښځو اقتصادي پیاوړتیا
په اسلام کې تر ټولو بد حلال څیز طلاق دی، چې طلاق سره د کورنۍ ټول سېسټم له منځه ځي او ښځې شدیداً له دې څخه اغېزمنې کېږي. اسلام د دې لپاره، چې په دې مرحله کې ښځې له اقتصادي ستونزو سره مخ نهشي، ځينې اصول لري؛
ښځو ته توصیه کېږي، چې یو مقدار پیسې دې حالت ته وساتي، هغه یې که د کاروبار له لارې ترلاسه کړې وي، یا هم له مَهَر څخه. په دې پیسو کې د هغې خاوند هېڅ حق نهلري او نه هم کولی شي، چې مېرمنې ته ورکړل شوی مَهر او ډالۍ بېرته ترې واخلي.
طلاق شوې ښځې د عدت تر پوره کېدو پورې د خاوند په کور کې د اوسېدو حق لري او خاوند یې باید ټول مصارف په غاړه واخلي.
که طلاق شوې ښځه ماشوم ته شیدې ورکوي، د ماشوم پلار باید هغې ته پيسې ورکړي.
د دې ټولو اقداماتو موخه او اهمیت دا دی، چې ښځو ته مالي امنیت او پر ځان تکیه ورته برابره کړي. اسلام د دې لپاره، چې ښځې له طلاق وروسته له سختو شرایطو سره مخ نهشي، دا لارښوونې وړاندې کوي او په پلي کولو یې ټینګار کوي، چې تر طلاق وروسته د دوی اقتصادي پیاوړتیا یقیني کړي.
واده او د ښځو اقتصادي پياوړتیا
مخکې مو وویل چې څنګه د یوې ښځې له واده وروسته مالي حالت د مَهر په اخیستلو سره ښه کېږي، سره له دې چې د ژوند لګښتونه یې ټول د خاوند په اوږو دي.که وګورو او پایله واخلو په اسلام کې واده کول د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو غوره وړاندیز دی. د قرآن په سورت النور ۳۲ آیت کې الله تعالیٰ د کونډو د ودونو د تنظیم خبره کوي او همدارنګه د نارینه او ښځینه غلامانو لپاره، چې واده ته مناسب وي، یادونه کوي؛ په همدې آیت کې د هغو کسانو، چې اقتصادي وضعیت یې بد وي، خدای تعالیٰ په واده کولو سره هغوی ته د ژوند د پراخۍ وعده ورکوي.
تاسو به هغه مشهور حدیث اورېدلی وي، چې ښځې د څلورو ځانګړنو(شتمنۍ، نسب، ښکلا، دیندارۍ) په نظر کې نیولو سره په نکاح کېږي؛ خو ته له دیندارې سره نکاح وکړه. په دې حدیث کې تاسې ګورئ، چې اسلام په دین باندې پابندۍ ته څومره زیات ارزښت ورکوي؛ خو په ورته وخت کې له دې حدیث څخه دا هم معلومېږي، چې یو کس باید له یوې بېوزلې؛ خو تقوادارې سره واده وکړي، چې د هغې اقتصادي ملاتړ وشي.
ځینې نور اقدامات
مخکې مو وویل، پرته له شکه د يوې ښځې اقتصادي ملاتړ د هغې د پلار او وروسته له واده د هغې د خاوند په غاړه دی. د دوی د نهشتون په صورت کې د هغوی خپلوان دا مسوولیت اداء کوي. که دا ټول پاتې راغلل، دولت باید د ښځو په اقتصادي پیاوړتیا کې خپل رول ولوبوي. دا نه چې یوازې له بېوزلو سره مرسته وکړي، بلکې د ښځينه تصدي فعالیتونو پيل لپاره د دوی مالي ملاتړ وکړي. لکه مخکې مو چې د هنده بنت اوتبا په کیسه کې وویل. په اسلامي ټولنو کې ډېرې داسې چارې شته، چې دا موخه ترلاسه شي، لکه زکات او صدقات. زموږ په ټولنه کې د زکات پیسې په ډېرو خلکو وېشل کېږي، چې د زکات اخیستونکي د یوې میاشتې لګښت پوره کوي، که چېرته لکه له عمر(رض) څخه چې روایت دی، زکات اخیستونکی به شتمن کړو، چې د تل لپاره له فقر ووځي؛ دا به ټولنې ډېرې له اقتصادي پلوه ورغوي.
که د اسلام تاریخ ته وګورو، وقف د ښځو مالي مرستې لپاره ځانګړی شوی و. ځینو شتمنو ښځو د رسول(ص) د مېرمنو په ګډون وقف تر سره کاوه. په اصل کې د اسلام په ډېرو دورو کې د وقف صندقونو موجود وو، چې اکثره د ښځو لپاره وو. يوه ښځه کولی شي له وقفونو څخه څارنه وکړي. حَفَسَه د حضرت عمر(رض) له وقف څخه ساتنه کوله. په ۱۶مې پېړۍ کې اکثرو ښځو دا دنده ترسره کوله.(الظواهري،۱۹۹۲،ص.۲۴۳)
ښکاره خبره ده، چې نارینه د ښځې دوه برابره میراث اخلي؛ خو که وقف موجود وي، هغه په کامل عدالت سره باید پلی شي. بنأً د وقف په واسطه د اسلام په تېر تاریخ کې ښځې له اقتصادي لحاظه پیاوړې کېدې او پراخ استعمال یې لاره او ښځو به د نورو ښځو پياوړتیا لپاره له وقف کار اخیست.
پایله
په اسلام کې د ښڅو د اقتصادي پیاوړتیا یو ستر دلیل دا دی، چې اسلام ښځو ته د خپلواک شخصیت قایل دی، پرته له دې چې د چا خور وي، مور وي، ښځه وي؛ ځکه هغه څوک چې خپلواک نه وي، څنګه ځواکمن کېدی شي؟ سره له دې چې اسلام یې د ضرورتونو پوره کول د پلار، خاوند، خپلوان او دولت باندې ايښي؛ خو بیا هم د ملکیت، میراث او ورته نور حقوق د ژوند په ټولو مرحلو کې ورکړي. د دې ټولو تر څنګ اسلام ښځو ته د کار اجازه ورکړې او د عاید د مصرف کولو پوره اختیار لري.
مسلمانې ښځې په دې باور دي، چې د کور مدیریت او د ماشومانو روزل، سره له دې چې اُخروي ګټې لري، له پېچلو اقتصادي فعالیتونو څخه کم دي؛ ځکه خو په عموم کې په دوی کې د بېروني کارونو تر سره کولو میلان کم دی. د کورنۍ له خوا دوی ته د احترام کولو او مینې ورکولو سره د پیسو ګټلو پر ځای کورنیو چارو تر سره کولو ته ارزښت ورکوي. پهکار دا ده، چې موږ د اجازې او مکلفیت او د حق او مسوولیت تر منځ توپير وکړو.
نهایتاً که دې ته پاملرنه وکړو، چې اسلام ټول اقتصادي حقوق، مالي تضمینات، د اړتیاوو د پوره کولو تضمینات د ژوند په ټولو پړاونو کې مخکې له واده، یا وروسته له واده او له خاونده د بېلېدو په وخت کې تامین کړي دي، چې فکر کېږي اسلام ښځو ته فوقالعاده مالي آسانتیاوې برابرې کړې دي؛ خو دا هم یو حقیقت دی، چې په ډېرو اسلامي هېوادنو کې ښځې له فعالیت څخه منعه دي او دوی حق نهلري، چې کار وکړي او پیسې وګټې او تاریخ به دا هم ولیکي، چې په افغانستان کې یو نظام د ښځو د تعلیم او کار کولو تر ټولو سخت مخالف و. په ډېرو اسلامي هېوادنو کې ښځې د ملکیت له حق څخه محرومې دي، دوی ته په سختۍ سره په میراث کې خپلې ونډې ورکول کېږي. په ډېرې حیرانتیا سره به ووینې، چې د اسلامي نړۍ په ډېریو برخو کې د اسلامي تعلیماتو برعکس کړنې کوي. د مَهر په برخه کې، چې مَهر یواځې د نجلۍ حق دی، بلکې د هغې کورنۍ هم پهکې ځان ښکېلوي. نجونې پرته له دې، چې خپل مَهر وټاکي، د حیوان په شکل پلورل کېږي.
د مسلمانانو دا غیر اسلامي کړنې د اسلامي لارښوونو او د مسلمانانو د عمل تر منځ واټن راښیي. کاش د دوی کړنو یواځې دوی ته زیان رسولی؛ خو افسوس! مسلمانې مېرمنې د دنیا شا ته پاتې او مظلومې مېرمنې بلل کېږي او اسلام د دوی جاهلانه کړنو له امله د ملحدینو له بېادبانه پوښتنو سره مخ کېږي. د مسلمانانو دا ناوړه شرایط یواځې د تقوا، روښانفکرۍ، اخلاص او د تعلیم او تعلیم او تعلیم په واسطه ماتېږي.
منابع
البغاوي،حسین، بن مسعود(۱۹۸۳)الشرح السنن، بیروت او دمشق: المکتب اسلامي.
محمود،عاطفه،(۲۰۱۸) د اسلام لارښوونې او د ښځو اقتصادي پیاوړتیا.
El-Zawahreh, Taisir Khalil Muhammad (1995), Religious Endowments and Social
Life in the Ottoman Province of Damascus in the Sixteenth and Seventeenth Centuries, Karak (Jordan): Mutah University.
Subhani, M. Inayatullah Asad (2011), “Nizam al-mirath fi’l-Qur’an” in Ausaf Ahmad and Abdul Azim Islahi (ed.), Ma’ashi Masa’il aur Qurani Talimat (Economic Problems and Qur’anic Teachings), Aligarh: Idarah Ulum al-Quran, pp. 200–254.
Nadwi, Raziul Islam (2011), “Islami Nizam-e warasat mein aurat ka hissah (Woman’s share in Islamic inheritance system)” in Ausaf Ahmad and Abdul Azim Islahi (eds.). Ma’ashi Masa’il aur Qurani Talimat (Economic Problems and Qur’anic Teachings), Aligarh: Idarah Ulum al-Quran, pp. 199–200.
United Nations Development Program(2018) (Gender equality and women’s empowerment in Islamic texts)