
په بدخشان کې په یوه ورځ د ځانوژنې دویمه پېښه؛ له کوکچه سیند د یوې ۱۹ کلنې نجلۍ مړی را ایستل شوی
محلي سرچینو راپور ورکړی چې د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې د ځانوژنې دویمه پېښه ثبت شوې ده. د راپورونو له مخې، یوې ۱۹ کلنې نجلۍ چې اصلاً د لغمان ولایت اوسېدونکې وه، د چهارشنبې په مازیګر، د ثور میاشتې په ۳مه، ځان د جوزون له پل څخه کوکچه سیند ته غورځولی دی.
د سرچینې په وینا د نجلۍ مړی وروسته د رباني له پله لاندې راایستل شوی دی. تر اوسه د دې اقدام د دقیقو لاملونو په اړه نور جزئیات نهدي خپاره شوي.
دا پېښه یواځې څو ساعته وروسته له هغې رامنځته شوې چې په همدې ورځ د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې یوې بلې نجلۍ هم د موږکانو دوا د خوړلو له لارې ځانوژنه کړې وه.
دې پېښې د افغان ښځو د رواني او ټولنیز وضعیت په اړه ژورې اندېښنې راپورته کړې دي.