طالبانو د کابل د زاړو مکروریانو له پارک څخه ښځې وایستلې دي

چهارشنبه، د ثور میاشتې په ۳مه، د کابل له خیرخانې سیمې یوې ښځې راپور ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو هغه ډله ښځې چې د تفریح لپاره د زاړو مکروریانو پارک ته تللې وې، له سخت چلنده وروسته له پارک څخه اېستلې دي.


یادې ښځې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله اړې شوې وې چې په پټه توګه دغې تفریحي ځای ته لاړې شي. د زاړو مکروریانو پارک، چې په کابل کې د ښځو لپاره له محدودو تفریحي ځایونو څخه و، د طالبانو د سختو پالیسیو له امله د ښځو پر مخ وتړل شو.


د ښځو پر پارکونو او نورو عامه ځایونو د طالبانو د تګ راتګ بندیزونه د نړیوالو بشري حقونو له لوري غندل شوي دي. دا اقدامات نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د دوی ټولنیز او اقتصادي فرصتونه هم محدودوي.

پیعام