
سرپل ولایت کې د طالبانو له لوري یوه ښځه د نامشروع اړیکو له امله په درو وهل شوې
د طالبانو سترې محکمې خبر کړی چې سرپل ولایت کې یې یوه ښځه له نکاح پرته د جنسي اړیکو د ټینګولو له امله د یوه کال بند ترڅنګ د ۳۹ درو په سزا محکومه کړې ده. یاده سزا د چهارشنبې په ورځ، د حمل په ۲۰مه، د طالبانو د محکمې له لوري د نافذه قوانینو پر اساس صادره شوې ده.
دغه حکم په داسې حال کې صادریږي چې د طالبانو د قوانینو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د سزاوو د تطبیق د څرنګوالي په اړه د بشري حقونو د مدافع ډلو له لوري سختې نیوکې شوي دي. نړیوالو څارونکو څو ځله ټینګار کړی چې دا ډول سزاوې د بشر حقونه او نړیوال قوانین نقضوي.