د طالبانو غوښتنه: «ارشادالنساء» دې د افغانستان ټولو ښځو ته تدریس شي

د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد غوښتنه کړې چې د هغه لیکل شوی کتاب «ارشادالنساء» دې د افغانستان په کچه ټولو ښځو ته تدریس شي. د هغه په وینا، دا کتاب چې له ۴۰۰ دیني موضوعاتو څخه جوړ دی، د ښځو لپاره لیکل شوی او باید په مدرسو، مکتبونو، کورونو او هر ځای کې تدریس شي.


راشد چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د اکوړه ختک له دارالعلوم حقانیه فارغ شوی، له افغان نارینه‌وو غوښتي چې دا کتاب د کور ښځو وویشي او هغوی دې وهڅوي چې دا مطالب زده کړي. نوموړي ادعا کړې چې کتاب په ساده او روانه ژبه لیکل شوی او د ښځو د دیني پوهاوي لپاره ګټور دی.


دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې طالبان لا هم د نجونو پر زده کړو پراخ بندیزونه لري؛ له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې دي، پوهنتونونه تړل شوي، او د ښځینه زده‌کوونکو د راتلونکې لپاره هېڅ واضح دریځ نه‌لیدل کېږي.

پیعام