طالبانو په هرات کې د ښځو ۴۰۰ کیلوګرامه وېښتان راټول کړي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست چارواکو ویلي چې د نظارتي عملیاتو په ترڅ کې یې په هرات ولایت کې له سلمانيو د ښځو ۴۰۰ کیلوګرامه وېښتان راټول کړي دي.


د دې ریاست مشر عزیزالرحمان مهاجر، چهارشنبه د حمل په ۲۷مه، ویلي چې دا اقدام د بازارونو د محتسبانو له لوري د نظارت پر مهال ترسره شوی. دی وایي چې د انسان، په ځانګړي ډول د ښځو د وېښتانو تجارت، د شریعت له مخې ناروا بلل دی، او هغه دکانداران چې دې عمل ته دوام ورکړي، دکانونه به یې وتړل شي.


طالب چارواکو دا هم ویلي چې دا ډول بندیزونه له وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې عملي شوي. دوی ادعا کوي دا اقدام کولای شي ګاونډیو هېوادونو ته د انسان د وېښتانو قاچاق د مخه ونیسي.

پیعام