
ملګري ملتونه: په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید باید د نړیوال جنایت په توګه وپېژندل شي
د افغان چارو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ، پنجشنبه، د اپریل په ۱۰مه د نړیوالو وکیلانو اتحادیې له لوري جوړه شوې ناسته کې وویل چې د طالبانو سختدریځه پالیسۍ د ښځو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید لامل شوې دي. بېنټ ټینګار وکړ د زدهکړو، کار، او ټولنیزو فعالیتونو په څېر بندیزونه باید د نړیوال جنایت په توګه وپېژندل شي او په وړاندې یې حقوقي چوکاټونه رامنځته شي.
بېنټ څرګنده کړه چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راوروسته کله چې طالبان بیاځلې پر افغانستان واکمن شول، د قانون حاکمیت له اساسي بدلونونو سره مخ شوی، چې تر ټولو څرګنده نښه یې د ښځو او نجونو ځپل دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل، پر لوړو زدهکړو او کار بندیزونه، د طالبانو له لوري د اسلامي شریعت تر نامه لاندې وضع شوي قوانین دي، چې بېنټ یې د شریعت افراطي تعبیر بولي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح باید په نړیوالو حقوقي اسنادو کې تعریف او د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي. ده همداراز ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د بشري حقونو د معیارونو په اساس تعامل وکړي.
د ښځو د حقونو فعالې تمنا پریاني،، او د افغانستان د سترې محکمې پخوانۍ قاضي فوزیه امیني، هم په دې ناسته کې ګډون کړی و. دوی د افغان ښځو د ناوړه وضعیت او د هېواد د عدلي سیستم د لهمنځه تلو په اړه خبرې وکړې. پریاني له نړیوالي ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو بحراني وضعیت ته پام وکړي، او امیني وویل چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ قوانین په بشپړ ډول لهمنځه تللي دي.