
سره اوږده چوکی؛ د تاوتریخوالي او تبعیض پر وړاندې د افغان ښځو له حقونو د دفاع په موخه د ایټالیا سفارت سمبولیک ملاتړ
په دوحه کې د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت د جنسیتي تاوتریخوالي او تبعیض قرباني شوو افغان ښځو د ملاتړ په موخه یو سمبولیک اقدام ترسره کړی دی. دې سفارت په خپل دفتر کې یوه سوره اوږده چوکي ایښې، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض ناوړه پایلو ته د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.
د ثور په ۱۴مه د سفارت له لوري په خپاره شوي بیانیه کې ویل شوي، دا چوکي د جنسیتي تاوتریخوالي یا وژنې د قرباني شوي ښځې د تشې سیمبول دی. دا اقدام د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه د یوه نړیواله کمپاین برخه ده، او ټاکل شوې چې د ایټالیا ټولې ډیپلوماټیکې نمایندګۍ دا ډول چوکۍ په خپلو دفترونو کې ځای پر ځای کړي.
د دې نوښت تنظیموونکي ټینګار کوي چې افغانستان د ښځو لپاره له تر ټولو بحراني ځایونو څخه دی، هغه ځای چرته چې ښځې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي. اوسني واکمن نظام د خپلو پالیسیو او محدودیتونو له مخې ښځې له زدهکړو او کار څخه منع کړې دي؛ چې د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونه له سخت انتقاد سره مخ شوې دي.
د ایټالیا سفارت له دې سیمبولیک اقدام موخه داده چې د ښځو د حقونو ملاتړ او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه د نړیوالو هڅو د تمرکز محور وګرځوي.