غزه کې د اسرايیلو او حماس ترمنځ اوربند اعلان شو!

پرون چهارشنبه د مرغومې ۲۶مه ناوخته د غزې او اسرايیلو ترمنځ د اوربند او بنديانو د تبادلې پرېکړه اعلان شوه. د غزې جنګ ځپلو خلکو تر څنګ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د دغې پرېکړې هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش د اوربند او بنديانو د تبادلې پرېکړه ستايلې او د بشپړه عملي کېدو هيله يې څرګنده کړې ده؛ نوموړي د غزې جنګ ځپلو ښځو او ماشومانو لپاره د سم دستي بشري مرستو د زياتېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څه باندې ۱۴ مياشتو راهيسي د اسرايیلو او حماس ډلې ترمنځ جګړه کې د غزې شاوخوا ۴۶ زره ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰۰ زره زيات ټپيان شوي دي. د راپورنو له مخې د غزې جګړه کې ۷۰ سلنه قربانيان ښځې او ماشومان دي.

انتونيو ګوترش د دغه اوربند لپاره د امريکا، قطر او مصر درې اړخيزه هڅې ستايلي دي او په دې سيمه کې يې د تلپاتې سولې او امن هيله څرګنده کړې ده.

پیعام