
یوه ٨ کلنه افغانه نجلۍ د پاکستان په پشاور کې وژل شوې
رسنۍو راپور ورکړی چې یوه اته کلنه افغانه نجلۍ درې ورځې تري تم کیدو وروسته مړی یې د یوې ګاونډۍ په کور کې موندل شوې ده .
د رسنیو په راپور کې راغلی چې پولیس ویلي مجرم د دې نجلې مړی په یو صندق کې پټ کړی و او نوموړی مجرم د پولیسو لخوا نیول شوی.
د پولیسو د لومړنیو څېړنو له مخې داسې ویل کیږي چې ګواکې پر نجلۍ جنسي تیری شوی دی او وروسته وژل شوې ده.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د دې نجلۍ مور د پشاور اوسیدنکې او پلار يې افغان دي.
په راپور کې ویل کیږي چې مجرم په لومړي کې د پولیسو او خلکو سره د نجلۍ په موندلو کې مرسته کوله او وروسته معلومه شوه چې نوموړی مجرم نجلې په خپل کور کې له جنسي تیري وروسته وژلې او مړی یې په صندق کې پټه کړې.
د نجلۍ کورنۍ د پاکستان پولیسو څخه غوښتنه کړې چې مجرم ته سخته سزا ورکړل شي.