
د ملګرو ملتونو پرختیایي پروګرام : د ٦٠ زره کاروبارونو څخه د افغان ښځو په مشرۍ ملاتړ کوو
دملګرو ملتونو پرختیايې برنانه "UNDP" اعلان کړی چې د ٢٠٢١ څخه تر اوسه له شپیتو زرو کاروبارونو څخه د افغان ښځو او نجونو په مشرۍ ملاتړ کړی دی. دا ملاتړ سوداګرو ښځو سره مرسته کړې چې خپلې پانګونې پراخې کړي او نورو ښځو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده. د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې دغه پروګرام د کابل په ښار کې د دوامدارې انرژۍ د حللارو په برابرولو سره، د کوچنيو کاروبارونو او کارآفرینانو ملاتړ کوي او دا نوښت یې د افغانستان نورو سیمو ته هم پراخ کړی دی. د دې پروګرام هدف دا دی چې اقتصادي وده رامنځته کړي، ټولنه پیاوړې کړي او د افغان وګړو لپاره اوږدمهاله اقتصادي ثبات او زغم رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د د بیا واک ته رسیدو سره د ښځو په کار باندې ډيری متحدویتونه وضع کړي دي. چې د ښځو کاري فرصتونه ډیره محدوده شوې ده. د دي برسېره د لاسي صنایعو لکه غالۍ اوبدل ، خرڅلاو ، یوه له محددودو انتخابونو او کاري فرصتونو څخه دی چې په افغانستان کې ښځو لپاره موجود دي.