په ننګرهار کې د راکټ ګولۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت د طالبانو د پولیسو قمندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي؛ په درې نور ولسوالۍ کې د راکټ ګولۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

حماد زیاته کړه چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته استول شوي، او صحی وضعیت یې د اندیښنې وړ ندی.

د نوموړي ویاند په وینا د راکټ دا ګولۍ د ماشومانو د لوبې پر محال چاودیدلې ده.


دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په شیرزاد ولسوالۍ کې د یو راکټ ګولۍ د چاودنې له کبله یوه ښځه وژل شوې او یو ماشوم ټپي شوی و.

پیعام