
ورزشکارې نجونې د محدودیتونو له امله پټ تمرین کوي
په افغانستان کې یو شمېر نجونې چې د هندبال په برخه کې یې ورزش کاوه، د طالبانو له خوا د ښځو پر ورزش د بندیز سره سره، خپل تمرینونه په پټه توګه د کورونو دننه دوام ورکوي. دا لوبغاړې چې ځینې یې د ملي لوبډلې پخوانۍ غړې هم دي، وایي چې ورزش د دوی د ژوند مهمه برخه ده، خو اوس د مناسب ځای، روزونکې او امکاناتو نشتوالي او همداراز رواني فشارونو، دوی له ستونزو سره مخ کړي دي. سره له دې، دوی هیله لري چې یو وخت بیا ورزش ته بېرته وګرځي.
د یادولو وړ ده چې د ٢٠٢١ د اګېست میاشتې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو سره ښځو د نورو محدودیتونو تر څنګ د ورزش کولو څخه هم منع شوې چې له امله یې یو شمیر ښځینه ورزشکارنې د هیواد پریښودلو ته اړ شوې دي.