زهرا کاظمي د برینانیا په پارلمان کې: د طالبانو سره خبرې افغانستان سره خیانت دی

زهرا کاظمي د مقاومت جبهې د ښځو شورا مسؤله، د "بریتانیا د افغان ښځو لپاره" په نوم نړیواله غونډه کې چې د بریتانیا په پارلمان کې جوړه شوې وه، د افغان ښځو د وضعیت بوږنوونکې او تراژیک وباله.


هغې د طالبانو له لورې د ښځو ضد صادرو شویو سلګونو فرمانونو ته په اشارې وویل چې افغانستان د ښځو لپاره یو زندان په څیر ګرځېدلی دی، او د دوی بنسټیز حقوق لکه زده‌کړه، کار، سفر او ټولنیز ګډون له منځه وړل شوي دي.


د مقاومت جبهې د ښځو شورا مسؤلې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان جنسیتي اپارټایډ په رسمي توګه و پیژني او له طالبانو سره مالي مرستې ودروي.


اغلې کاظمي خبرداری ورکړ چې د طالبانو سره خبرې او مالي مرستې نه یوازې دا ډله پیاوړی کوي بلکې د دموکراتیک ارزښتونو او انساني عدالت او د افغانستان خلکو سره خیانت دی.

پیعام