
د کبرا رضایي لپاره عدالت غوښتنه؛ د رضایي د قتل عاملاین باید محاکمه شي
د افغانستان د ښځو د آزادۍ جنبش د خواشینۍ په څرګندولو سره په تهران کې د ٢٦ کلن کبرا رضایي افغان مهاجر وژل کیدل وغندل.
کبرا څه باندې ٥٠ ورځې مخکې نادرکه شوې او وروسته مثله شوې جسد یې پیدا شو.
دا جنایت د افغان مهاجرو ښځو په وړاندې یو جوړښتي تاوتریخوالي او د افغانو مهاجرو ښځو بې دفاعي په ګاونډيو هیوادونو کې دي.
غورځنګ له ایراني عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتي چې دې قضیې ته ژر، شفاف او عادلانه رسېدنه وکړي او عاملین یې سختې قانوني سزا ته محکوم کړي. همداراز، له نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د مهاجرو ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر ایران فشار راوړي.
د آزادۍ فانوس اعلان کړې چې د کبرا کورنۍ ترڅنګ ولاړې دي د عدالت لپاره او د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي پر ضد به مبارزه کوي.