ملګرو ملتونو، د افغان مېرمنو په هکله خپل مکمل راپور، خپور کړ
ملګرو ملتونو هغه مفصل راپور خپور کړ چې د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینېټ له خوا وړاندې شوی وو؛ د طالبانو په زندانونو کې له ښځو سره جنسي تیري کیږي
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې ځینو باوري سرچینو نوموړي ته داسې شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي چې د طالبانو په زندانونو کې ښځي له فزیکي، جنسي او لفظي تاوتریخوالي سره مخ دي.
ښاغلي بینېټ د نوموړې موضوع په هکله ژوره اندېښنه ښودلې.
په دې راپور کې یادونه شوې چې د طالبانو په وینا هغه ښځې چې سم حجاب یې نه دی مراعت کړی، زندانونو ته یې بېولې. او همدارنګه یو شمېر هغه لاریون کوونکې وې چې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کولو اړوند لاریونونو کې یې ګدون کړی وو چې وروسته د پولیسو مرکز ته بېول شوې او له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
له دغو زنداني شویو ښځو څخه یوې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته ویلي: "د پوښتنو په مهال یې زه ووهلم، سر یې را مات کړ ... او یوه یې زما حجاب رانه لرې کړ او زما شرمګاه یې لمس کړه."
په دغه راپور کې پر زنداني شویو ښځو د زور زیاتي او جنسي تیري په اړه ویل شوي: "د باوري سرچینو معلومات ښیي چې په دې زندان کې پر ښځو جنسي تیري شوي او یا هم له جنسي اړخه ځورول شوې دي."
همدارنګه په دې راپور کې پر فعالو ښځو د زندان د منفي اغېزو یادونه شوې ده. يو شمېر زنداني مېرمنو ځانګړي راپور ورکوونکي ته ویلي، سره له دې چې په زندان کې له جنسي تېري سره نه دي مخ شوې، خو بیا هم د ټولنې او کورنۍ له خوا ورته په بد نظر کتل کیږي.
ښاغلي بینېټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړه یې ده چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د زورواکو قوانینو له امله د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په نوموړي راپور کې ویل شوي چې د طالبانو قوانینو او تګلارو ښځې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي.
په راپور کې راغلي: "په داسې حال کې چې ښځې او نجونې د دغو ظالمانه پالیسیو له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې، خو په ټولیزه توګه ټول افغانان پرته له دې چې جنسیت یې په نظر کې ونیول شي، له خپلو حقونو څخه بې برخې دي، او دا به د ویجاړونکي او تلپاتې زیان لامل شي."
بینېټ په خپل راپور کې زیاته کړې چې د طالبانو قانون ورځ تر بلې د ښځو او نجونو په وړاندې سختیږي.
ښاغلي بینېټ د ښځو په منځ کې د ژور خپګان او ځان وژنې د پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی او یادونه یې کړې چې "د طالبانو له خوا د جنسي تېري بنسټیز کول او د ښځو او نجونو غیر انساني کول ممکن د افغانستان په راتلونکو نسلونو کې یوه خطرناکه ایډیالوژي رامنځته کړي. په ځانګړې توګه د قشرونو تر منځ."
بینیټ همدا راز زیاته کړې چې "د طالبانو له خوا جنسیتي توپیر د انسانیت پر وړاندې درېدل دي."
نوموړي همدارنګه د افغانستان اوسنی وضعیت د جنسیتي توپیر یوه ښکاره بېلګه وبلله.
د دې ترڅنګ د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو ادعا ته په اشارې سره چې د ټول افغان ولس استازیتوب کوي وویل: "د طالبانو رژیم نه یو ټول ګډونه حکومت دی او نه هم د افغانې ټولنې استازیتوب کوي."
ښاغلي بينېټ زیاته کړه چې طالبان، په ځانګړې توګه د مشرتابه په کچه، اکثره سُني پښتانه دي چې په هېواد کې د یووالي ادعا کوي، خو د طالبانو له ډلې بهر قومي، مذهبي او ژبني تبعیضونه ترسره کوي.