په ملګرو ملتونو کې د المان استازی؛ برلین د افغان ښځو وضعیت ته په اندیښنه دی

آنتیه لیندتسه، په ملګرو ملتونو کې د المان استازی ویلي چې برلین په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت لپاره په ژوره توګه اندیښنه کې ده.


نوموړی د ملګرو ملتونو په یوه ناسته کې دا خبره یاده کړې ده او ویلي چې هیواد یې د افغانستان خلکو سره مرستو ته ژمن دی

لیندتسه د یوناما او د ملګرو ملتونو د هڅو څخه چې د افغانستان خلکو د ژوند ښه کولو په برخه کې یې کړې ستایلي.

همدارنګه لیندتسه ټینګار کړی چې المان هم د نورو هیوادونو په څیر په دې باور دی چې د طالبانو حکومت سره د تعامل هیڅ بدیل 

لاره نشته.


آنتیه لیندتسه په ډاګه کړې چې «موږ به په فعاله توګه د دوحې بهیر ته د ملګرو ملتونو تر رهبري لاندې دوام ورکوو.»


دا په داسې حال کې ده چې زرا اوتونبایوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دوحې دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو حکومت سره د تعامل او د افغانستان خلکو څخه د ملاتړ ټینګار شوی.

پیعام