
دوجاریک؛ ICC کار ته احترام لرو خو د افغانستان ښځو لپاره باید سیاسي بهیر ته دوام ورکړو
ستیفن دوجاریک د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند د سه شنبي په ورځ د جولاي په اتمه په یوه خبري ناسته کې وویل د نړیوالي جزایي محکمې کار ته احترام لرو خو په عین حال کې ټینګار یې وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د ژوند د ښهوالي لپاره باید سیاسي بهیر ته دوام ورکړل شي.
دوجاریک وویل:
"موږ باید هر ډول ممکنو لارو هڅه وکړو چې سیاسي بهیر ته دوام ورکړو، هغه بهیر چې د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ژوند ښه کوي."
دا څرګندونې په داسي حال کې شوي چې نړیولې جزایي محکمې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی، او هغوی یې د جنسیتي او سیاسي دلایلو له مخې د بشریت پر ضد د جنایت، تورن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وویل چې د نړیوالې جزایي محکمې سره د شته توافق له مخې، دا سازمان کولای شي له هغو کسانو سره اړیکه ولري چې د دې محکمې له خوا تورن شوي وي.
نوموړي همداراز د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د نړیوالې جزایي محکمې د کار درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ریچارډ بنیت، د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د دې حکم هرکلی کړی او دا یې د عدالت پر لور، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، یو ستر ګام بللی دی.