
ریچارد بنیت؛ د طالبانو د رهبر او قاضي القضات د نیولو حکم د عدالت په لور یو ستر ګام دي
ریچار بنیت د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان بشري حقونو په چارو کې، د نړیوالې جزایي محکمې له لوري د د طالبانو د رهبر هبیت الله اخوندزاده او د طالبانو قاصي القضات د نیولو له حکم څخه هرکلي کړي .
نوموړي د سه شنبه په شپه د جولاي په اتمه په خپله ایکس پاڼه کې لیکې «د دي حکم صادریدل د عدالت په لوري يو ستر ګام دی په خاصه توګه د نجونو او ښځو لپاره.»
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې جزایي محکمې د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده او د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړي
دوي د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد جنایتونو، په ځنګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې، تورن شوي دي.
ریچارډ بنت، ویلي چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم هغو هېوادونو ته یو روښانه پیغام دی چې غواړي د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي کړي.
دا حکم په داسې حال کې صادر شو چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه او محدودیتونه نړیوالو پراخه غبرګونونه پارولي دي، او د بشري حقونو سازمانونه د دې حکم هرکلی کړی دی.