معترضې ښځې: په ایران کې د افغانو فعالانو ښځو او خبریالانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی

د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو خپلواک ائتلاف په یوه تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې یو شمېر افغانې معترضې ښځې، خبریالانې، مدني فعالانې او د بشري حقونو مدافعینې، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د هیواد پریښودلو ته اړ شوې ، اوس په ایران کې له سختو، ناوړه او خطرناکو شرایطو سره مخ دي.

په دې اعلامیه کې چې د سه‌شنبې په ورځ، د سرطان په دریمه "دجون ۲٥ "خپره شوې، ویل شوي دي چې دا کسان، په ځانګړې ډول مبارزې ښځې، له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي لکه ،فقر ،بې هویتي، ځورونې، بې له قانوني اسنادو ،د ژوند ابتدایي وسایلو ته د لاسرسي له نشتوالي سره، په یوه ناڅرګنده او ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. په سیمه کې امنیتي ترینګلتیاوې، د ایران کورنۍ ناآرامۍ او د چارواکو سرکوب کوونکې چلند، د دوی وضعیت د اندیښنې وړ ګرځولي.


ائتلاف په خپل پیغام کې له نړیوالې ټولنې د بې‌تفاوتۍ او چوپتیا له امله ژوره اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی:

«هغې ښځې چې پرون یې د کابل، هرات، تخار او مزار په سرکونو کې د آزادۍ او برابرۍ غږ پورته کاوه، نن په چوپتيا کې ، له ګواښ، نامعلوم برخلک او له نړۍ د هېرېدلو له وېرې سره مخ دي.»


ائتلاف له نړیوالو بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري UNHCR، اروپایي اتحادیې او دموکراتیکو حکومتونو غوښتي دي چې ژر تر ژره د بیړنیو مرستو میکانیزمونه رامنځته کړي، تر څو د دغو فعالانو د ایران څخه د انتقال، خوندي استوګنځي او انساني ملاتړ زمینه برابره شي. همدارنګه، د ایران حکومت څخه غوښتنه شوې چې خپلو بشري او اخلاقي ژمنو ته وفادار پاتې شي او د افغان کډوالو له نیولو، ځورونې او جبري ایستولو ډډه وکړي.

پیعام