
غزني کې يوه ښځه د خپل خاوند لخوا وژل شوې ده
د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې يو خاوند خپله میرمنه په بې رحمانه توګه وژلې.
دا پیښه د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نیټه د چهل تن په کلي کې
رامنځته شوې.
په غزني کې د طالبانو د پولیسو د قومندانۍ ویاند خالد سرحدي په وینا د جرم علت کورنۍ تاوتریخوالي وو وژل شوې ښځه د پینځه ماشومانو مور وه.
خاوند یې نیول شوی او په لومړنيو تحقیقاتو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی.
په غزني کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ د دې ښځې د وژلو په اړه نور جزئیات ندي ورکړي .
د یادونې وړ ده چې تیره اوونۍ د کندهار ښار په پنځلسمه ناحیه کې یو خاوند د خپلې میرمنې سر پریکړی و یاده ښځه د درېیو ماشومانو موره وه چې یوه یې تې خوره و.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو سره د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د وژلو پیښې ډیري شوي دي چې علت یې کورنۍ تاوتریخوالی، رواني ناروغۍ، جبري ودونه ، ناداري ،او شخصی دښمنۍ بلل کیږي او د ښځو د حقونو د ملاتړ سازمانونو ټړل د دې سبب شوي چې دا ډول پیښې زیاتې شي.